د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن شنبه (د جدي ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د روان کال له پیل څخه د قوس میاشتې تر پایه په ټول هېواد کې ۱۰۹۸۲۴ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم ادعا کړې، چې په دوی کې تر ۲۶ زرو ډېرې ښځې دي، چې ګومارل شوې دي. طالبانو ویلي چې دغو کسانو په دولتي ادارو او خصوصي سکتورونو کې کار کوی. د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، ۱۴۸۹ بهرنیو اتباعو ته د کار جوازونه وېشل شوي دي.