تحلیل سیاسی 13 جدی 1402 - 9 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د سیمې او نړۍ د امنیت په تامین کې د شهید سلیماني ریکارډ

قاسم سلیماني یو له تجربه لرونکو او ژمنو قوماندانانو څخه و چې په ملي او نړیواله کچه یې د سیمه ییز امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي دي. شهید سلیماني وتوانید چې د خپلو شخصي ځانګړتیاوو او همدارنګه د ایران په وړاندې د عراق له جګړې څخه د ترلاسه شویو تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره په سیمه ایزو مسایلو کې یو مهم او پرېکنده عنصر شي. که څه هم هغه د ایران د امنیت او پرمختګ لپاره کار کاوه، خو د نورو ملتونو او حکومتونو له مرستو نه غافل نه و، نو ځکه د سیمې د امنیت د تامین لپاره د یوه نړیوال ځواک په توګه مطرح کېدلای شي. شهید سلیماني په بېلابېلو دورانونو کې د افغانانو د جهاد او مقاومت ملاتړ کړی دی. که څه هم هغه د عراق په محاذونو کې جګړه کوله، خو هیڅکله په افغانستان کې خپل وروڼه هیر نه کړل. همدا فکر او همکاري د افغان جهاد د بریا لامل شوه. د افراطي او تکفیري ډلو په راڅرګندېدو سره، سلیماني د یو داسې خطر احساس وکړ چې د نړۍ امنیت ته ګواښ پېښولای شواي، نو د یوې شېبې لپاره یې هم د حل په فکر او مقابله کې بېړه ونه کړه او سمدستي یې د ځواکونو په سمبالولو او د هغوی د قوماندې کولو ته مخه کړه. په عراق کې د داعش په ظهور سره د سیمې په خلکو کې ویره خپره شوه او داعش وتوانید چې د ځینو هیوادونو په مستقیم او غیر مستقیم ملاتړ سره د عراق د خاورې ډیره برخه ونیسی. همدا راز په سوریه کې د رسنیزو دسیسې او د خلکو د غوښتنو او اعتراضونو په بڼه کې  داعش  پدې وتوانید چې  په چټکۍ سره  د دغه هیواد  پراخه  سیمه  تر خپلې ولکې لاندې راولي. که د شهید سلیماني عاجل او تکتیکي اقدام نه وای؛ په هره شېبه کې تمه کیده چې دا دواړه هیوادونه به په بشپړه توګه د دې وحشي او ظالمې ډلې لاس ته ورشي. د اسلام او سیمې دښمنانو هڅه وکړه چې د تکفیری ډلو په جوړولو سره د سیمې په هیوادونو کښې یو ډول داخلی انحطاط رامنځته کړی. تکفیری ډلو د قدرت د خوند او د سیمې په جغرافیه د تسلط په خاطر د اسلامی امارت خوب لیدل او حتی د نړیوال حکومت د جوړولو خوب یې لیدل. قاسم سلیماني له دغه ناوړه عنصر سره د مقابلې لپاره کلک ولاړ و او د خلکو او سیمه ایزو ظرفیتونو په کارولو سره یې د دښمنانو ناوړه پلانونه شنډ کړل. که د شهید سلیماني مبارزه او مرسته نه وای، نو سیمه به د اسلام او انسانیت د دښمنانو د شومو اهدافو په ډګر بدله شوې وای. تکفیری ډله داعش د ټولو ملتونو دښمنه وه. دوی پر سنیانو، شیعه ګانو او عیسویانو رحم نه کاوه. داعش هڅه وکړه چې خپل جنایتونه د مذهب له مخې په هغه بیرغ سره توجیه کړي چې د خدای نوم پکې لیکل شوی و. دوی هڅه کوله چې د سیمې د هېوادونو په اشغالولو سره د اروپایی هېوادونو پر وړاندې نوې جبهه جوړه کړی او که د شهید سلیماني د هلو ځلو په پایله کې ماتې ونه خوړل شواي، د اروپا او د نړۍ د نورو هېوادونو امنیت به له جدي ګواښ سره مخ شوي واي. له همدې امله لویدیځو هېوادونو هم د تروریستي ډلو پر وړاندې د سلیماني له مبارزې ګټه پورته کړه. له همدې امله ویلای شو چې شهید سلیماني هغه شخصیت دی چې د ټول بشریت د امنیت لپاره یې خدمت کړی او که هغه له داعش سره د مبارزې لپاره د زړه له کومه هڅه نه وای کړې، نو د دې ترهګرې ډلې او د انسانیت د دښمنانو پر وړاندې به د سیمې او نورو هېوادونو حالات بل ډول وو کوم چې د هرچا لپاره درانه ژوند او مالي لګښتونه راوړل.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *