د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایرنا د خبر له مخې، د ایران او طالبانو استازو د یکشنبې په ورځ (د جدی ۱۰مه) په یوه غونډه کې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې پر ننګونو او خنډونو خبرې وکړې. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نن یکشنبه (د جدي ۱۰مه) د تایباد د دوغارون په پوله کې یوه ورځنۍ غونډه جوړه شوه. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لاره کې پراته خنډونه او ننګونې وڅېړل شوې او د ګمرکونو په برخه کې د ایراني او افغاني موټروانانو د ستونزو له څېړلو وروسته په پام کې ده چې د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو پر تړونونو کار وشي.