د معمار پرس د خبر له مخې؛ د “عدالت او ازادۍ لپاره د افغان ښځو” غورځنګ غړې پاریسا ازاده د دوشنبې په ورځ د جدی په څلورمه د طالبانو له خوا له ۴۱ ورځو توقیف وروسته خوشې شوه. د ښځو د حقونو یوې فعالې تمنا زریاب پریانی دغه خبر په خپله ټویټرپاڼه کې اعلان کړی او ویلي یې دي: “موږ د ټولو بندیانو د خلاصون په لټه کې یو، په دې هیله چې افغانستان د ترهګرو او شکنجو له منګولو خلاص شي.” د ازادې کورنۍ ته نږدې سرچینو هم د هغه خوشې کېدل تایید کړي دي. ازاده د عقرب په ۲۴ مه د طالبانو د استخباراتو له خوا د کابل په دشت برچي ولسوالۍ کې ونیول شو.