د ایران د البرز ولایت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د چارو عمومي رییس سیروس دهقان شیري په دغه ولایت کې میشتو بهرنیو مهاجرینو ته د سمارټ کارتونو د ویشلو او تحویلولو د پیل اعلان وکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ايران د البرز ولايت د بهرنيو اتباعو او مهاجرينو د چارو رييس په دغه هېواد کې د بهرنيو مهاجرينو د محصلينو د تنظيم اړتيا ته په اشارې سره په دغه ولايت کې د بهرنيو اتباعو او د مهاجرينو د چارو د ادارې له مسوولينو وغوښتل چې د بهرنيو محصلينو په اړه د پوهنتونونو له مسوولينو څخه خبر کړي تر څو دغه زده کوونکي وکولای شي خپل غوښتنلیک د سهما سیسټم ته راجستر کړي او د پروسې له بشپړیدو وروسته د سمارټ کارډ له خدمتونو ګټه پورته کړي.