د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی د فلسطین په اړه د ایران د نړیوالې غونډې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر حسین عبداللهیان سره وکتل او د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې د ښه کولو او د مهاجرینو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د دوشنبې په ورځ (د جدي ۴مه) د ایران د بهرنیو چارو د وزیر له قوله په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي چی هغه د فلسطین د مسئلې په باره کښې د شنبې په ورځ په کانفرنس کښې د متقي له ګډون او موثرې وینا څخه خوښي څرګنده کړه. په دې کتنه کې متقي د افغانستان او ايران ترمنځ د سياسي، اقتصادي، سوداګريزو او ترانزيټي اړيکو د لا پياوړتيا لپاره د اغېزناکو اقداماتو يادونه وکړه.