د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کابل په هوايي ډګر کې د څو پرمختیايي پروجکتونو پرانسته وکړه او عملي چارې یې پیل کړې. طالبانو نن د دوشنبې په ورځ (د قوس په ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ملا برادر دغه خبره کړې ده چی په تېرو څلوېښتو کلونو کې د جګړو او شخړو له امله د هېواد بنسټيزو تاسيساتو او نورو برخو ته ډېر زيانونه اوښتي او اقتصاد يې هم زيانمن شوى دى. هغه ادعا وکړه چې د طالبانو امارت د نورو سکتورونو تر څنګ د زیربناوو بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه کړې چې په بېلابېلو برخو کې د امارت د څانګو فعالیتونه یې ښکاره بېلګه ده.