په کابل کې د جاپان سفیر د طالبانو ډلې د اقتصاد له وزارت سرپرست سره په کتنه کې اعلان وکړ چې هېواد به یې له جبري راستنېدونکو سره څه باندې ۵۸ میلیونه ډالره مرسته وکړي. د طالبانو د اقتصاد وزارت نن چهارشنبه (د قوس ۲۲مه) په یوه اعلامیه کې اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره لیدلي دي. په دې کتنه کې ښاغلي کورومیا د خپل هېواد د ۵۸.۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د بشري مرستو ډاډ ورکړ، چې د راستنېدونکو لپاره د اسانتیاوو او بېړنیو مرستو په برخه کې ځانګړې شوې دي.