خبرونه 14 قوس 1402 - 10 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

زیلینسکي به د یوه مات شوي مشر په توګه له دندې ګوښه شي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کی‌یف ښاروال او د سوک وهنې د نړیوال اتل ولادیمیر کلیچکو ورور ویتالي کلیچکو د روسیې پر وړاندې په جګړه کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر کړنو نیوکه وکړه. کلیچکو له انګلیسي ژبې ورځپاڼې ډیلي میل سره په مرکه کې ویلي، چې په اوکراین کې د روسیې پر ضد عملیات بند شوي او د دغه هېواد د خلکو په منځ کې د زیلینسکي محبوبیت کم شوی دی. هغه د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین د پوځ پر کم چمتووالي هم نیوکه وکړه. هغه زیاته کړه: خلک ګوري چې څوک اغیزمن دی او څوک نه دی. هغه وویل چې اوکراین د چټکو پایلو غوښتونکی دی. تر اوسه اوکراییني چارواکو د کلیچکو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *