خبرونه 14 قوس 1402 - 10 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ایران: په یزد ولایت کې د افغان کډوالو د کورونو د سوځولو ادعاوې صحت نه‌لري

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د یزد ولایت سیاسي، امنیتي او ټولنیز مرستیال علي اکبر عزیزي د دوشنبې په ورځ «د قوس ۱۳مه» تسنیم خبري اژانس ته وویل: په میبد ولسوالۍ کې د افغان کډوالو د کورونو د سوځولو ادعا صحت نه‌لري. هغه څرګنده کړه: “په سایبر اسپیس کې خپاره شوي عکسونه په میبد کې په کثافاتو کې د اور لګېدنې پورې تړاو لري او د میبد په مهمانشهر کې د افغانانو له کورونو سره هیڅ تړاو نه لري.” په دې وروستیو کې په میبد کې یو ایرانی ځوان د یوه بهرني تبعه له خوا په یوه شخړه کې ووژل شو. تر اوسه په رسمي توګه د قاتل تابعیت نه دی په ډاګه شوی، خو ویل کیږي چې نوموړی بهرنی تبعه دی. د دغه ځوان وژنه د ایراني وګړو د اعتراضونو لامل شوه او له دغه هېواده یې د کډوالو د ایستلو غوښتنه وکړه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *