د پاکستان دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې تر اوسه ۴۰۲۳۱۲ غیر قانوني افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان دولتي رسنۍ نن (شنبه د قوس ۱۱مه) په یوه خبر کې لیکلي چې یوازې پرون ۳۷۷۶ افغان اتباع خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغې رسنۍ زیاته کړې، چې خپل هېواد ته د افغان اتباعو په ګډون د ناقانونه کډوالو د راستنېدو لړۍ دوام لري. له پاکستان څخه د کډوالو راستنېدل او شړل په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې خراب کړی دی.