د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي دي چې که سر مې له لاسه ورکړم خو د کنړ د سمندر اوبه به بیرته را وګرځوم.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ د قوس په پنځمه په خپله ټولنیزه پاڼه کې د ملا برادر له قوله لیکلي: «که سر مې له لاسه ورکړم خو د کنړ د سمندر اوبه به بیرته را وګرځوم.» ملا برادر په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې زموږ اراده قوي ده او د افغانستان د جوړولو لپاره بېلابېل پلانونه لرو.