د کاناډا د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی، چې له پاکستانه یې په یوه چارټر الوتنه کې ۳۱۶ افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدولي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کاناډا د کډوالو د چارو وزارت تیره شپه د عقرب ۳۰مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا کډوال ټورنټو ښار ته رسیدلي او د کالګري، هامیلټن او سینټ کاترینز په ښارونو کې به په ۳۶ ځایونو کې ځای پر ځای شي. کاناډا وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې یې ۴۰ زره افغان کډوال د کډوالو په توګه منلي دي.