د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ سازمان یا نی د ټلویزیون د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ۵۲ سلنه تصویري رسنۍ خپل فعالیت بند کړی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نی د سه شنبې په ورځ د عقرب په ۳۰مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان تر نیمايي زیاتو تصویري رسنیو خپل فعالیت بند کړی دی. د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره زیاته کړه چې دغه اداره په هېواد کې د رسنیو په ځانګړي ډول د تصویري رسنیو کاري وضعیت د قناعت وړ نه ګڼي او له نړیوالو بنسټونو یې د دغو رسنیو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.