افغانستان 25 عقرب 1402 - 10 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: ځينې بهرني هېوادونه او بهرنۍ رسنۍ هڅه کوي چې افغانستان انزوا کړي

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښار جوړونې او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني د پنجشنبې په ورځ د عقرب په ۲۵مه په کاپیسا ولایت کې په یوه عامه غونډه کې وویل چې ځينې بهرني هېوادونه او بهرنۍ رسنۍ هڅه کوي چې افغانستان منزوي کړي. د طالبانو د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست زیاته کړه: “خو اسلامي امارت به هیڅکله اجازه ورنکړي چې افغانستان منزوي شي.” هغه وويل، چې د طالبانو ټول مشران او چارواکي د خلکو د ستونزو د حل لپاره شپه او ورځ کار کوي او خلک بايد په بېلابېلو برخو کې د نظام تر څنګ ودرېږي او ملاتړ يې وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *