د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي مرسته د افغانستان په فراه ولایت کې د "کورنۍ روغتیا ځاله" په نوم لس روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په فراه ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا رئیس مولوي احسان الله شاکر ویلي دي چی دغه مرکزونه د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د تحرک انستیتیوت له خوا او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي مرسته جوړ شوي دي. د دغو مرکزونو د پرانیستلو په مراسمو کې چې د سه شنبې په ورځ د عقرب په ۲۳ مه د فراه ولایت په مرکز کې جوړ شوي وو، د طالب چارواکو سربیره د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق استازي هم حضور درلود.