تهران ته د طالبانو د ۳۰ کسیز پلاوي د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو چارواکو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او له افغان کډوالو سره د مرستې په اړه هوکړه وکړه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني له خبریالانو سره په اونیزه غونډه کې وویل: دا سفر د دې لپاره شوی چې له افغان ولس سره د دغه هېواد پر ضد د بندیزونو او ظالمانه فشارونو د لېرې کولو لپاره مرسته وکړي. هغه زیاته کړه چې ایران هڅې وکړې چې د دې سفر په ترڅ کې د هلمند د اوبو حق وڅیړي.