د طالبانو ډلې د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې د سړه ولایتونو د ښوونځیو کلنۍ ازموینې به د عقرب میاشتې په ۲۵ نېټه پیل شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ډلې د پوهنې وزارت نن دوشنبه (د عقرب ۲۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چی د هېواد د سړه ولایتونو د رسمي او خصوصي ښوونځیو د لومړنیو ښوونځیو کلنۍ ازموینې د پنجشنبې په ورځ د عقرب میاشتې په ۲۵ پیل او د میزان میاشتې تر پایه به دوام وکړي. طالبانو ویلي، چې د هېواد د سړه ولایتونو د ښوونځیو کلنۍ ازموینې به د عقرب په ۲۵مه پیل شي.