د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر وویل چی د دې وخت رارسیدلی چې ټول هیوادونه او اسلامي ملتونه د اسرائیلو او د هغې د تولیداتو بایکاټ وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ډاکاټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزیر ابوالکلام عبدالمومن په دې وروستیو کې وویل: د فلسطین د خلکو دا قتل عام باید د تل لپاره ودرول شي. د غزې وضعیت نه یوازې د قومي تصفیې یوه غوره بیلګه ده، بلکې د یو ځواک لخوا د آزادې نړۍ د مشرانو او د بشري حقونو، بشردوستانه قانون او ټولو اخلاقي ارزښتونو د مدافعینو په مرسته نسل وژنه ده.