د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو د تبادلې مرکز (سرای شهزاده) د افغانیو پر وړاندې د ډالر په بیه کې د پام وړ کموالی اعلان کړی او ویلي یې دي چې اوس مهال یو امریکايي ډالر په ۶۵ افغانۍ پلورل کېږي. د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه په تېرو دوو کلونو کې په بې ساري ډول راښکته شوې او په سراى شهزاده کې سرچينې وايي، چې نن یکشنبه د عقرب په ٢١مه د يوه ډالر ارزښت ٦٥ افغانۍ ته رسېدلى دى. په ورته وخت کې د افغانستان مرکزي بانک چې د طالبانو تر واک لاندې دی، هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې نن د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه ۶۶ افغانیو ته رسېدلې ده. دغه بانک د ډالر د پېرلو نرخ ۶۶.۹۲۷ افغانۍ او په ۶۷.۱۲۸ افغانۍ یې پلوري