په بامیانو کې د طالبانو د والي دفتر اعلان وکړ چې د دې ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي مرسته د طبیعي اوبو د کوچنیو زېرمو د جوړولو کار پیل شوی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په باميانو کې د طالبانو د والي دفتر له خوا د عقرب په ٢١مه، په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چی دا پروژې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د اکشن اید د مرستندویه موسسې په مالي ملاتړ به د څه دپاسه يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د دغه ولايت په مرکز او سيغان او پنجاب ولسواليو کې پلې شي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره د يادو سيمو ۱۱۲۳۵ اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره شوې ده.