د پوهنې په برخه کې یو شمېر فعالان د "ځوان ساینس پوه" د دولسم پړاو سیالۍ د هېواد د پوهنې د پرمختګ په لاره کې مهم ګام ګڼي.
د معمار پرس د خبر له مخې، دغه چارواکي وايي، په ټولو برخو کې د دا ډول پروګرامونو جوړول د ټولنې د پرمختګ لپاره ګټور دي او د دا ډول علمي سیالیو د ترسره کېدو لپاره باید زمینه برابره شي. په همدې حال کې په کابل ښار کې د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې مسوولين وايي چې سرپرست حکومت بايد د خصوصي ښوونځيو څلور سلنه ماليه په دايمي توګه لغوه کړي، ځکه له ګڼو ننګونو سره مخ دي