په نړيوالو چارو کې د ايران د علومو د وزير استازي جهانګيري دغه څرګندونې د ننګرهار پوهنتون له رئيس سره په ليدنه کې وکړې چی ایران چمتو دی چې له افغانستان سره د ښوونکو او زده کوونکو د تبادلې په برخه کې همکاري وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د ساینس، څیړنې او ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په نړیوالو چارو کې د ایران د ساینس وزیر استازي جهانګیري د ننګرهار پوهنتون له رئیس سره په کتنه کې د ایران د علامه طباطبايي پوهنتون امکانات او ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل: علمي ډيپلوماسي د سياسي ډيپلوماسۍ تر څنګ يوه وسيله ده او يو پل دی، څو ملتونه له دې لارې له يو بل سره ګټورې او رغنده اړيکې ولري.