د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وویل چی ډېر ژر به په دوبۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل نن (سه شنبه د عقرب ۱۶ مه) په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي: د پاسپورت د وېش بهیر به په دوبۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې پیل شي. نوموړي دا هم وویل چې په نږدې راتلونکي کې به په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ کې د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره اسانتیاوې برابرې شي.