ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران د استخباراتو او طالبانو ترمنځ په ګډو عملیاتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په غرنیو سرحدي سیمو کې د موساد درې تنه اجنټان نیول شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د رسنیو د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو وزارت یو خبرتیا خپره کړه چی د دغه وزارت د استخباراتو او طالبانو په ګډو عملیاتو کې د موساد درې تنه اجنټان چې ایراني تابعیت لري د دواړو هېوادونو ترمنځ په غرنیو سیمو کې نیول شوي دي. د موساد دغو دریو اجنټانو پلان درلود چې د افغانستان له پولې څخه په ایران کې د اهدافو په لور ځانمرګي ډرون وغورځوي.