خبرونه 02 عقرب 1402 - 11 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

پاکستان: هغه ناقانونه افغان کډوال چې د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه ونه‌وځي، بندي کېږي

د پاکستان د بلوچستان صوبې ویاند خبرداری ورکړی چې که غیر قانوني افغان کډوال د نومبر تر لومړۍ نیټې له هیواده ونه‌وځي نیول کیږي او بندي کیږي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بلوچستان ایالت ویاند خان جان اڅکزي اعلان وکړ: که هغه افغان کډوال چې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري د نومبر تر لومړۍ نیټې له پاکستانه ونه وځي، د قانون له مخې به ونیول شي او بندي شي. هغه زیاته کړه: د افغان اتباعو د یوه میاشتني وخت پای ته رسیدو ته یوازې یوه اونۍ پاتې ده او له دې وروسته به هغه کډوال چې د پاکستان له خوا “غیر قانوني” بلل کیږي ونیول شي او د قانون سره سم به ورسره چلند وشي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *