په کابل کې د طالبانو والي محمد قاسم خالد په پلازمېنه کې د اوبو د کمښت د ستونزې د هواري لپاره له ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ نوموړي دغه غوښتنه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) د مرکزي زون د دفتر له مشرې انيت ليت سره په ليدنه کې وکړه. د کابل د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو والي په کابل ښار کې د پاکو اوبو د کمښت ستونزې ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د پلازمېنې اوسېدونکي د پاکو اوبو د نشتوالي له کړکېچ سره مخ دي