خبرونه 01 عقرب 1402 - 11 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغان مهاجرینو د شړلو په اړه د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو تر منځ غونډه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چی د درې اړخیزې ناستې په تړاو په لومړنۍ ناسته کې د کډوالو چارو وزارت معین مولوي عبدالرحمن راشد، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د دغه وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو ګډون کړی و. په دې کتنه کې  دمهاجرينو د راستنیدونکو چارو وزارت معين له پاکستان څخه په دې سړه هوا کې د مهاجرينو شړل او د راستنېدونکو د ستونزو په باب يادونه وکړه او ويې ويل چی د درې اړخیزې ناستې د ترسره کولو لپاره د پاکستان د نه منلو له امله ټاکل شوې چې دغه ناسته په کابل کې وشي. د مهاجرینو چارو وزارت مرستیال وویل، چې په کابل کې د درې اړخیزې ناستې د ترسره کېدو موضوع د بهرنیو چارو وزارت له لارې له پاکستان او ملګرو ملتونو سره مطرح شوې ده. هغه زیاته کړه چې پاکستان تر اوسه په دې اړه ځواب نه دی ورکړی او د کډوالو چارو وزارت د دغه هېواد ځواب ته منتظر دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *