افغانستان 30 میزان 1402 - 9 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: د افغانستان د اوبو ساتنه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د لوګر له والي ضیاءالرحمن مدني سره په کتنه کې د قوش‌تپې کانال پروژې د بشپړېدو لپاره د خلکو او ګاونډیو هېوادونو د مرستو پر اهمیت ټینګار وکړ. ستانکزي وویل، د خلکو له ملاتړ پرته هېڅ حکومت نه شي ژوندی پاتې کېدای او د طالبانو حکومت د افغانانو د ارادې او غوښتنو پر بنسټ موجود دی. هغه دا هم وویل چې د افغانستان د اوبو د کنټرول مسله خورا مهمه ده او د افغانانو حقونه باید خوندي شي. هغه دا هم وويل چې ګاونډي هېوادونه بايد په دې برخه کې کومه ځانګړې اندېښنه ونه لري. تر دې مخکې د ازبکستان لوړ پوړو چارواکو په وار وار د قوش‌تپې کانال د جوړېدو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې وو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *