تحلیل سیاسی 11 میزان 1402 - 12 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د “کاج” د شهیدانو کلیزې؛ د دین په نوم جنایت او د کفر د لارښونه سره

یوناما په کابل کې د کاج د نجونو پر ښوونیز مرکز د برید د لومړۍ کلیزې په مناسبت وویل: د دغې وحشتناکې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ولاړ دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر (يوناما) په ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې د نجونو په ښوونځی کې دغه تاوتریخجنه پېښه وحشتناکه بللې او د مړو شمېر یې ۵۴ او د ټپیانو شمېر ۱۱۴ اعلان کړي دي ، چې ډېری یې ښځینه زده کوونکې وې. تېر کال د میزان په اتمه د کابل په لوېدیځ کې د کاج ښوونیز مرکز ته په داسې حال کې بریدګر ننوتي، چې لسګونه ښځینه زده کوونکو د امتحانی کانکور ازموينه ورکوله، چې تر اوسه یې هویت نه دی څرګند شوی. دغه برید پراخ نړیوال غبرګونونه راوپارول او د ګڼو هېوادونو او همدارنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا وغندل شو. افغانستان له ډېرو کلونو راهیسې د بهرنیو او کورنیو دښمنانو تر مدیریت لاندې له ناغوښتل شویو بدلونونو سره مخ دی. نړیوال استکبار او د اسلامي امت دښمنان له پخوا څخه تر ننه پورې په اسلامي ټولنو کې د تفرقې او کرکې په لټه کې دي او تر ټولو مهمه وسیله یې د ځینو مسلمانانو جهل او ناپوهي ده چې د استکبار په لاس کې د وسیلې په توګه کارول کیږي او خپل پلان عملي کوي. اوس افراطي او تکفیري جریانونه هغه څوک دي چې د اسلام په نوم د نورو مسلمانانو د وژلو او تباه کولو هڅې کوي او په دې لاره کې خپل ژوند هم قرباني کوي. په حقیقت کې دا څه عقیده ده چې دمسلمانانو او همفکره دیندارانو وژل یو ډول فضیلت او د اسلام له دښمنانو سره دوستي او د جنت د داخلیدو لپاره یو شرافت او ابتکار ګڼل کیږي؟ له مستقیمې لارې څخه انحراف او له یوې معتبرې لارې څخه د دیني لارښوونو په پلي کولو کې پاتې راتلل د مسلمانانو په نوم د داسې افراطي ډلو د راڅرګندېدو لامل ګرځي چې د ټولو مسلمانانو په زیان دی او د غربي او غیر اسلامي ټولنو تر منځ د مسلمانانو مخ د تشدد او ترهګر په توګه وړاندې کوي. په اوسني عصر کې د اسلام د علماوو او د اسلامي ټولنو د روڼ اندو ستر مسوولیت دی چې اسلامي امت د داسې مغرضو مسلمانانو له شتون څخه خبر کړي او د حقایقو په بیانولو سره د دغو ناوړه افکارو د ودې مخه ونیسي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *