افغانستان 03 میزان 1402 - 12 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

پاکستان او د ۳.۵ میلیونه افغان کډوالو په اړه نوې تګلاره

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، دا مهال په پاکستان کې له ۳.۵ میلیونو ډېر افغان کډوال مېشت دي. له دې جملې څخه یوازې ۱.۳ میلیونه کسان په قانوني توګه ثبت دي. وروسته له هغه چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، تر ۶۰۰ زرو ډېر افغان کډوال پاکستان ته ننوتلي دي. د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې څه باندې ۷۷۵ زره افغان کډوال په پاکستان کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي. د دغو مهاجرینو شاوخوا 52.6٪ په خیبر پښتونخوا، 24.1٪ په بلوچستان، 14.3٪ په پنجاب او 0.3٪ په جمو او کشمیر کې ژوند کوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *