خبرونه 29 سنبله 1402 - 12 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ایران او تاجکستان ولسمشرانو په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایراني رسنیو د راپور له مخې، په دې غونډه کې چې د سنبلې په ۲۸ مه نېټه د سه شنبې ماښام جوړه شوې وه، ابراهیم رئیسي او امام علي رحمان خبرې وکړې او په افغانستان کې د ترهګرو د شتون او فعالیتونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت په موخه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې ناستې پر جوړېدو ټینګار وکړ. رئیسي او رحمان دا هم ویلي چې د سیمې د هېوادونو په مسایلو کې د بهرنیانو نه لاسوهنه «د دوامدار امنیت د رامنځته کولو لپاره اړینه ده».

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *