د چین له اقتصادي ملاتړ وروسته طالبانو اعلان وکړ چې د دې ډلې یوه اقتصادي پلاوي چین ته سفر کړی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د رسنیو دفتر اعلان کړی، چې دغه اقتصادي پلاوی د چینايي چارواکو په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی. طالبانو ویلي چې په دغه پلاوي کې د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو استازي شامل دي او په چین کې په بېلابېلو سمپوزیمونو او کنفرانسونو کې ګډون کوي.