افغانستان 20 سنبله 1402 - 12 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: طالبانو د دوحې په تړون کې خپله ژمنه ماته کړه

 

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز احمد بوګټي د یک‌شنبې په ورځ د سنبلې په ۱۹مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر خاوره برید وکړ.

 

هغه وویل، طالبانو د دوحې په تړون کې ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد ونه کاریږي. خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر بوګټي ویلي، چې طالبان له خپلې ژمنې ماته کړي دي.

 

دا برید په داسې حال کې کېږي چې اسلام اباد پر طالبانو تور پورې کوي چې ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه TTP ته پناه ورکوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *