خبرونه 20 سنبله 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د ایران د پارلمان غړی: د ټولو قومونو په شتون سره د یوه ټول شموله حکومت جوړول له طالبانو څخه زموږ اساسي غوښتنه ده

 

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن غړی ابراهیم رضایی وویل زمونږ د بهرنی سیاست لومړیتوب له ګاونډیانو سره د اړیکو ټینګول دی.

 

د ایران استازي زیاته کړه چې موږ له طالبانو سره ډېر کار لرو او د اړیکو نشتوالی ستونزې لا زیاتوي.

 

هغه زیاته کړه چې له طالبانو څخه زموږ اصلي غوښتنه د ټولو توکمونو او مذهبونو په شتون سره د یوه ټول شموله حکومت جوړول، د امنیت برابرول، د کډوالو راستنیدل، د شیعه ګانو امنیت او ازادي او د هغوی له ظرفیتونو څخه کار اخیستل د افغانستان په اداره کي دي چې البته موخې ته له رسېدو ليرې نه ده.”

 

رضايي وويل، چې افغانستان د خپلو توکو د صادرولو او د خپلو اړتياوو د زياتو وارداتو لوړ اقتصادي ظرفيت لري. په تیرو وختونو کې، دا ظرفیت له 3 ملیارد ډالرو څخه ډیر و، او اوس دا د 2 ملیارد ډالرو څخه کم شوی، او البته، د تبادلې د دې مقدار د زیاتوالي احتمال شتون لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *