د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د تکواندو لوبډلې په شیاپچانګ کې د تکواندو د نړیوالو سیالیو په لومړۍ ورځ یو د سپینو زرو او دوه د برونزو مډالونه وګټل. د ۶۳ کیلو ګرامو په وزن کې بیژن صدرزاده د سپینو زرو مډال او په ۸۰ کیلو ګرامه وزن کې رامش حسیني او امید سهاک د برونزو مډال وګاټه. سبا به محسن رضايي او امید سهاک هم د سویلي کوریا سره په لوبډله کې مخامخ شي.