د ملي مقاومت جبهې د محرم په مراسمو باندې د سرپرست حکومت د بندیزونو په غبرګون کښې دغه ډله په هیواد کښې د اختلافاتو او مذهبي تبعیض په رامینځته کولو تورنه کړه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملي مقاومت جبهې په یوه بیانیه کې چې تېره شپه خپره شوه، دغه جبهې ویلي چې په افغانستان کې د تېر محرم مراسم له کوم محدودیت پرته ترسره کیدل. د مقاومت جبهې ټینګار کړی دی چې امام حسین(ع) د حاکمانو له ظلم او نابرابرۍ سره د مبارزې یوه بیلګه وه او مسلمانان د حسینی عاشورا په نمانځلو سره د نامشروع مذهبی حکومتونو له ظلم او استبداد سره د مقابلې لپاره خپله ژمنه تازه کوي.