د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو اعلان کړی، چې په ترکیه کې زېږېدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورټونو د ورکړې بهیر پیل شوی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په یوه ټوېټ کې اعلان کړی، چې اوسمهال یوازې د افغانستان هغو نویو زېږېدلو ماشومانو ته پاسپورټونه ورکول کېږي، چې په ترکیه کې زېږېدلي وي. د ضیا احمد په وینا، د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې په ټوله نړۍ کې د ټولو افغانانو لپاره قونسلګري خدمتونو ته لاسرسی برابره کړي او لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.