تحلیل سیاسی 25 سرطان 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

له پاکستان سره په اړیکو کې د طالبانو دوه ګونی چلند او د “TTP” ملاتړ

پاکستان د چهارشنبې په ورځ د خپلو امنیتي ځواکونو او مخالفینو ترمنځ د یوې بلې خونړۍ نښتې شاهد و. د بلوچستان پر پوځي تاسیساتو په دغه برید کې لږ تر لږه پنځه بریدګر او نهه پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د پاکستان د دفاع وزیر د جمعې په ورځ پر طالبانو نیوکه وکړه چې د دوحې په تړون کې یې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. خواجه محمد اصف لیکلي: “افغانستان د یوه ګاونډي او ورور هېواد په توګه خپل مسوولیتونه نه پوره کوي او نه هم د سولې د تړون ساتنه کوي.” ښاغلي اصف ادعا وکړه، چې پاکستان له ۴۰ تر ۵۰ کلونو پورې له پنځو تر شپږو میلیونو افغان کډوالو ته “له ټولو حقونو سره” پناه ورکړې ده. هغه زیاته کړه: “هغه ترهګر چې د پاکستانیانو وینه یې توی کړې، د افغانستان په خاوره کې پناه اوسیږي.” د پاکستان د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې اوسنی وضعیت دوام نه شي کولای. هغه ټینګار کړی چې پاکستان به د خپلې خاورې او وګړو د ساتنې لپاره له ټولو ممکنه وسیلو او اقداماتو کار واخلي. هغه یادونه وکړه، که د پاکستان حکومت کوم شواهد لري، باید له دوی سره یې شریک کړي، څو د پاکستاني طالبانو پر ضد اقدام وکړي. تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې د دغې ډلې د پناه ځایونو په اړه د پاکستاني مشرانو څرګندونې رد کړې. د دې ډلې ویاند په یوه بیان کې لیکلي، چې دا ډله د افغانستان له خاورې نه کار اخلي، بلکې په پاکستان کې دننه خپل بریدونه پلانوي او عملي کوي. د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني د سرطان په ٢٤مه، په خپله خبرپاڼه کې ليکلي، چې د دې ډلې اصلیت او وجود په پاکستان کې دی او د کوم ګاونډی هېواد خاوره نه کاروي. تحریک طالبان پاکستان د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې یو ننګونه ګرځېدلې ده. که څه هم د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې له ډېرې مودې راهیسې جوړې شوې او د تېرو تفاهمونو پر بنسټ د پاکستاني طالبانو کړنې د دواړو ترمنځ اړیکو ته ګواښ پېښولی شي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې پراخوالی او همدارنګه د پاکستان له لارې د افغانستان د سوداګریزو او خدماتي اړتیاوو یوه برخه برابرول هم د دې موضوع اهمیت زیاتوي. داسې ښکاري چې طالبان له پاکستان سره د تعامل د ساتلو او له TTP څخه د ملاتړ تر منځ په انتخاب کې زړه نازړه دي او له یوې خوا به دغه طرفداري له بلې خوا د ناخوښۍ لامل شي. په هرصورت، طالبان نشي کولای دواړه (د پاکستان حکومت او TTP) په یو وخت کې ولري او باید له دغو دوو انتخابونو څخه یو غوره کړي، چې یقینا به د طالبانو لپاره پایلې ولري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *