افغانستان 15 سرطان 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

سراج الدین حقاني: نړیواله ټولنه موږ په رسمیت نه پیژني؛ ځکه چې موږ د هغوی حکمونه نه دي منلي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په پکتیا کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل: دا د ویاړ خبره ده چې افغانستان خپلواکي ترلاسه کړی ده. اوس نړۍ موږ په رسمیت نه پیژني ځکه چې موږ د دوی حکمونه نه ده منلې. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن په پکتیا ولایت کې د سراج الدین حقاني د وینا ویډیو خپره کړه. سراج الدین حقاني ویلي چې دغې ډلې د بهرنیانو غوښتنې نه دي منلي. حقاني د طالبانو د حکومت د نه منلو لامل د طالبانو له خوا د بهرنيو هېوادونو د امرونو نه منلو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه: “نن هېڅوک موږ په رسمیت نه پېژني ځکه چې موږ د هغوى فرمانونه او غوښتنې نه دي منلې.”

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *