خبرونه 15 سرطان 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د ټولو توکمونو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت جوړول د افغانستان د وضعیت د حل لاره ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د افغانستان د ستونزې د حل لاره د ټولو قومونو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت جوړول دي او ایران به په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “حسین امیرعبداللهیان” د آذربایجان په پلازمینه باکو کې د ناپییلي غورځنګ د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان حالاتو ته په اشارې سره وویل: د افغانستان هېواد له څو لسیزو راهیسې له بې ثباتۍ او کړکېچ سره مخ دی او د حل لاره یې د افغانستان د ټولو توکمونو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت جوړول دي. هغه په ​​دوام کښې وویل د ایران اسلامی جمهوریت به د میلیونونو افغان کډوالو په کوربه توب سره په افغانستان کښې د بشری وضعیت د ښه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *