طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د راپور په غبرګون کې اعلان وکړ چې په دې هېواد کې اسلامي قوانين نافذ دي او پر ضد يې هر ډول لاريون له اسلام سره ستونزه ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو او ځینو غربي بنسټونو او حکومتونو له ادرس څخه د طالبانو د امارت پر ضد پراخ پروپاګند پیل شوی دی او د ریچارډ بینیټ راپور د همدې پروپاګند یوه برخه ده چې له حقایقو سره سمون نه خوري.