د افغانستان د اقتصاد وزیر ویلي چې بندیزونه او مجازات د کورنیو او بهرنیو پانګونو په برخه کې ستونزې رامنځته کړي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان په چارو کې د جاپان له ځانګړي استازي کانسوکي ناګااوکا سره د حکومت د سرپرست اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د لیدنې پر مهال، د افغانستان د حکومت د اقتصاد وزیر پر افغانستان د لګول شویو بندیزونو او مجازاتو په اړه خبرې وکړې.