د معمار پرس د خبر له مخې؛ له فاکس نیوز سره په مرکه کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ژر ایستلو نیوکه وکړه.
ټرمپ په افغانستان کې د ۸۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پرمختللو پوځي تجهیزاتو پاتې کېدو ته په اشارې سره وویل چې دغه هېواد اوس له امریکا وروسته په نړۍ کې د وسلو دوهم ستر پلورونکی هېواد ګرځېدلی دی.