د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر ادعا کوي چې حکومت د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ مولوي عبدالکبیر د سوداګرۍ خونې له رئیس محمد یونس مهمند، د صرافانو د اتحادیې مرستیال او یو شمېر پانګوالو او سوداګرو بهرام سره په کتنه کې وویل چې سرپرست حکومت د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي.