په تاجکستان کې د روسیې سفیر سیمیون ګریګوریف په دوشنبې کې اعلان وکړ چې اوس تاجکستان د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو په تېره بیا په افغانستان کې د ناڅرګند امنیتي وضعیت پر وړاندې د یوې پوستې په توګه فعالیت کوي.
هغه دغه راز په تاجکستان کې د روسيې د ٢٠١ سيلابي پوځي اډې د جوړولو يادونه وکړه او ويې ويل چې په دې اډه کې مېشت ځواکونه به د سيمې د هېوادونو د پولو ساتنې ته دوام ورکړي.