په داسې حال کې چې یو شمېر رسنۍ د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي تاو تریخوالي په اړه د ناسمو اوازو په خپرولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د رامنځته کولو هڅه کوي، د اسلامقلعه په پوله کې سرچینو دغه وضعیت اعلان کړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هرات ولایت او د رضوي خراسان ولایت رسمي سرچینو په پوله کې د هر ډول بندیز او د تاو تریخوالي احتمال رد کړی او ویلي یې دي چې د اسلامقلعه په پوله کې وضعیت ارام دی