د افغانستان لپاره د بريتانيا ځانګړي استازي اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي “انډي مک کوبري” د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې “حنا رباني کهر” سره خبرې کړې دي.