افغانستان 02 جوزا 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

مولوي عبدالکبیر: د نفتي او لومړنیو توکو په برخه کې د سیمې هېوادونه د افغانستان لپاره ښه انتخاب دي او دې برخې ته به پاملرنه وشي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر پرون د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نور الدین عزیزي سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دغه کتنه کې روسیې او د سیمې نورو هېوادونو ته د خپل وروستي سفر راپور د ریاست الوزرا کفیل سره شریکې کړې او دا سفر یې له لاسته راوړنو ډک وباله.

عزيزي وویل چې په دغه سفر کې په هېواد کې د برېښنا پر تولید، د کانونو پر استخراج، هېواد ته د نفتي موادو او خوراکي توکو پر وارداتو، سیمه ییز اتصال او د ترانزیټ په اړه څو مهمې ناستې وشوې، چې پایلې یې د افغانستان او سیمې په ګټه وې.

سرچینې زیاته کړه، چې په یاد سفر کې افغان پلاوي د تاتارستان له ولسمشر سره هم وکتل.

په ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې وویل چې له سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اقتصادي اړیکې د ټولو لوریو په ګټه دي او په دې برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅې د ستایلو وړ دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د نفتي او لومړنیو توکو په برخه کې د سیمې هېوادونه د افغانستان لپاره ښه انتخاب دي او دې برخې ته به پام وشي.

مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته د سیمې او نړیوالو هېوادونو او کمپنیو سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړي کولو، افغانستان ته د هغوی د توجه راجلبولو او په هېواد کې د پانګونې په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *