د چین د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له ولسمشر سره په کتنه کې د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو ستاینه وکړه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې چې په اسلام اباد کې ترسره شوه، د چین د بهرنیو چارو وزیر کین کانګ وویل، هېواد یې چمتو دی چې له پاکستان سره د افغانستان د سولې او بیارغونې په برخه کې خپلې اړیکې او همغږي پیاوړې کړي او د سیمې له ثبات او پرمختګ سره مرسته وکړي.